جولای 23, 2019

ایران سره احتمالي جګړه به ”ډېره اوږده نه وي“ – ټرمپ

ایران سره احتمالي جګړه به ”ډېره اوږده نه وي“ – ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي هیله لري چې له ایران سره جګړه رامنځته نشي، خو په خبره یې، که داسې وشي، د امریکا پلي ځواکونه به ایران ته ونه لېږي.

ټرمپ همداراز ویلي چې له ایران سره احتمالي جګړه به ”ډېره اوږده نه وي“.

ښاغلی ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې امریکا د مذاکراتو له لارې له ایرانه ”د ملت د اقتدار د عواملو“ تروړلو هڅه کوي. متحده ایالاتو په دې وروستیو کې پر خامنه يي او نورو لوړپوړو ایراني چارواکو باندې بندیزونه هم ولګول.

Related posts