کریم خلیلي، امریکایي وزیر ته:د«اسلامي امارت» تر سیوري لاندې سوله نه غواړو

عزم (چهار شنبه، ۵،چنګاښ،۱۳۹۸)

د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي ، چې نن یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو ته یې په ډاګه ویلي، چې دوی به کله هم داسې سوله ونه مني، چې د اسلامي امارت راتګ ته لار هواروي.
خلیلي ، داخبرې د وحدت ګوند په یوه سیاسي مشورتي غونډه کې وروسته تر هغه وکړې ، کله یې چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د هغه د ناڅاپي سفر پر مهال په کابل کې لیدنه وکړه.
خلیلي زیاته کړه ،

« سوله باید د تسلیمي په مانا نه وي ، نه له طالبانو د تسلیمي غوښتنه لرو او نه هم مونږ غواړو له دیموکراتیکو لاسته راوړنو تیر او د طالبانو اسلامي امارت ومنو.»

نوموړي وویل ، نوی نسل کله هم دا نه غواړي چې د طالبانو اسلامي حکومت منځته راشي او نه هم د اسلامي امارت په نوم اداره د خلکو لپاره ځواب ویونکې ده.
خلیلي داسې مهال د سولې پر وړاندې خپل توند دریځ څرګندوي، چې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل ، له طالبانو سره یې د پوځیانو بشپړ وتل منلي خو لا یې پر مهالویش خبرې نه دي وروستۍ شوې .
پمپیو ټینګار وکړ چې امریکا هڅه کوي ، راتلونکو ۲ میاشتو کې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې یوې موافقتنامې ته ورسیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close