جولای 23, 2019

نړیوال جام: اسټرالیا انګلستان ته ماتې ورکړه

نړیوال جام: اسټرالیا انګلستان ته ماتې ورکړه

عزم(چهارشنبه، ۰۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام په۳۲مه لوبه کې انګلستان له اسټرالیا ماتې وخوړه.

په پرونۍ لوبه کې انګلستان پچه وګټله، خو لومړۍ توپ وهنه اسټرالیا وکړه، چې د ۷ ویکټو په زیان یې په پنځوس اورونو کې ۲۸۵منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۲۸۶منډو هدف کېښود.

په اسټرالیايي توپ وهوونکو کې لوبډلمشر ایرون فینچ ۱۰۰، ډیویډ وارنر۵۳، سټیو سمیت ۳۸، الکیس کیري ۳۸ او عثمان خواجه ۲۳ منډې جوړې کړې.

د انګلستان په توپ اچوونکو کې ووکس ۲، ارچر۱، معین علي ۱، بین سټوکس ۱ او مارک ووډ هم د یوه لوبغاړي په سوځېدو بریالی شو.

د انګلستان توپ وهوونکو ته کتو یاد هدف کم وو، خو د انګلستان توپ وهوونکو د اسټرالیايي توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت ونه‌شو کړای.

د انګلستان په توپ وهوونکو کې یوازې بین سټوکس ۸۹ منډې جوړې کړې، جاني برېستو ۲۷، ووکس ۲۶، بټلر او عادل رشید ۲۵ـ ۲۵ منډې جوړې کړې او په ۴۵م اور کې د انګلستان ټول توپ هوونکي وسوځېدل.

انګلستان د لسو ویکټو په زیان ۲۲۱ منډې جوړې کړې او له اسټرالیا یې د ۶۴ منډو په لوی توپیر ماتې وخوړه.

د اسټرالیا په توپ اچوونکو کې بيهرندورف ۵، میچل سټارک ۴ او سټونیس هم د ۱ لوبغاړي په سوځېدو بریالی شو.

د دې لوبې غوره لوبغاړی ایرون فینچ شو او اسټرالیا د دې بریا سره وتوانېده، چې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

اسټرالیا په ۷ سیالیو کې یوه بایللي او شپږ یې ګټلې، خو انګلستان په شپږو سیالیو کې درې ګټلي او درې یې بایللي دي، چې دویم پړاو ته یې تګ نور هم سخت شو.

نن د نړیوال جام په ۳۳ مه لوبه کې پاکستان د نیوزیلنډ پر وړاندې سیالي لري.

Related posts