د کابل ــ شارجې هوايي دهلېز پرانیستل شو

عزم(دوشنبه، ۰۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، نن یې د کابل ـ شارجې هوايي دهلېز پرانیست، چې دوه ټنه ګیلاس«الوبالو» او زردالو به شارجې ته صادر شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وزیر اجل احمدي وايي، په لومړي سر کې دوه ټنه تازه مېوه شارجې ته صادرېږي او وروسته به طبي بوټي، وچه مېوه او قره‌قل هم صادر شي.

افغانستان له دې وړاندې چین، هند، دبۍ، ترکیې او جرمني ته هم هوايي دهلېزونه پرانیستي، چې ګڼ توکي یې بهر ته صادر کړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د هوايي دهلېزونو لګښت د هغو توکو څو برابره زیات دی، کوم توکي چې بهر ته صادرېږي.

اوس‌مهال د هوايي دهلېزونو د لګښت پیسې د امریکا پراختیايي اداره«USAID» ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close