د مسکو د غونډو جریان د امریکا د بدماشۍ په وړاندې د فشار ښه وسيله

 

قاري سعید خوستی

په دې لیکنه کې په دوو خبرو تم کیږو، لومړی د مسکو غونډو اهمیت ته نغوته کوو، دویم د مسکو د غونډو یا په عموم کې د دا ډول بین المللي کانفرانسونو د چاپیریال په اړه ځينې راولاړ شوي سوالونه ځوابوو.

— د مسکو د غونډو اهمیت

د ولادمیر پوټین په تیرو دورو کې روسیه ورو ورو له اقتصادي ستونزو راووته او دا دی بیرته د امریکا په وړاندې عرض اندام کوي او نړۍ د دوه قطبي کیدو لور ته روانه ده.
امریکایان په افغانستان کې له جګړې هغومره ستړي نه دی څومره یې چې په اړه زموږ باور دی ځکه اوس امریکایان په افغانستان کې دویم لاس جګړه کوي او کرایه شوي قاتلان دوي ته په دوه سوه درې سوه ډالر جنګيږي چې دا په افغانستان کې د یوه عادي امريکايي پوځي د معاش پنځوسمه برخه هم نه کيږي ځکه په افغانستان کې د یوه عادي امريکايي سرتیري معاش له لس زرو ډالرو پورته دی.
خو هغه څه چې امريکايي سیاستوال یې وارخطا کړي او په دې وروستیو کې يې خپلې ټولې سرې کرښې ماتې کړې او د اسلامي امارت سره یې مخامخ خبرو ته ګونډې وهلي، د اسلامي امارت د سياسي کمېسیون د مشرانو هلې ځلې دی چې روسان او د امريکا نور حريفان یې په دې قانع کړل چې د افغانستان طالباني راتلونکی د هيڅ ګاونډي په ضرر نه دی.
اوس امریکا له دې حالت ويره لري چې هسې نه امریکایان هم د روسانو په برخلیک اخته شي او له افغانستان څخه په رسوايۍ وشړل شي نو ځکه يې سياسي دفتر ته د یوه جوړجاړي لپاره مراجعه وکړه.
موږ بايد په یاد ولرو چې امریکایان د نړۍ ترټولو شیطان صفته، غدار، دوکه باز، دوه مخی، له خپلو ژمنو او تعهدونو تښتیدونکی خلک دی. دوی په مذاکراتو کې صادق نه دی او نه غواړي چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي خو حالات او د اسلامي امارت کامیابه ديپلوماسي به دوی اړ کوي چې اشغال پاي ته ورسوي. ان شاءالله
امریکایان یو لور ته مذاکرات کوي او خليلزاد د اسلامي امارت مذاکراتی ټیم ته په ټينګار وايي چې دوي غواړي له افغانستان څخه ووځي بل لور ته په هیواد کې شپني عملیات، بمبارۍ، د ملکي افغانانو وژل له بل هروخت زیات شوي.
د امريکايي چارواکو متضادې څرګندونې هم د امریکایانو په اراده شک څرګندوي، څو ورځې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس خپلو فارغ شویو سرتیرو ته په خبرو کې وویل: دوی باید په افغانستان کې يوې اوږدې جګړې ته ځانونه چمتو کړي د هغه په وینا چې امریکایان اړ دي په افغانستان کې تروريزم ته ماتې ورکړي.
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځې چې امريکايي پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او د خبرو اجنډا هم د امريکايي سرتیرو بشپړ وتل او له افغانستان څخه نړۍ ته خطر نه پیښول دي چې په داسې حساس زماني مقطع کې د لوړپوړي امريکايي مقام دا ډول څرګندونې که د مذاکراتو په میز د فشار وسیله وبولو خو په عین حال کې د مذاکراتو سره د امریکا بې باکي هم په ګوته کوي.
د مسکو د غونډو بهیر بیا په امریکایانو د فشار د يوې بهترینې وسيلې په توګه کاریدای شي.
خليلزاد د خپل ماموریت په دوران کې روسيې ته درې ځله سفر وکړو او د سفر موخه يې دا وه چې روسان د طالبانو له سياسي ملاتړه راوګرځوي او روسان قانع کړي چې امریکایان پریږدي چې طالبان مجبور کړي چې د مذاکراتو په میز خپلې غوښتنې په دوي ومني خو داسې بريښي چې روسان يې قانع نه کړاي شول او د مسکو د وروستۍ غونډې څخه ښکاري چې روسان غواړي طالبانو ته د فشار یوه آله په لاس ورکړي.
د مسکو د غونډې پرمهال د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په واضح ډول له امریکایانو وغوښتل چې باید په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي چې دا په خپل ذات کې د امریکایانو او د کابل ادارې ته ښه خبرداری نه ؤ.
نو که موږ غواړو چې د امریکا د زورګویۍ په وړاندې د فشار یوه آله په لاس کې ولرو باید دا ډول غونډې وخت په وخت جریان ومومي.

ـــ د مسکو غونډې او یا ورته بین المللي کانفرانسونو په اړه ځينې شبهات

په افغانستان کې د روسانو له ماتې وروسته نړۍ یو قطبي شوه او امریکا وه چې د نړیوال سټيج د اناونسری مطلق العنانه دعوا یې وکړه. روسان په افغانستان کې د امریکایانو او اروپایانو په مستقیمه مرسته مات شول چې روسان په دې هرڅه پوهيدل. د سيپټمبر د یولسم د پيښې په پلمه په افغانستان د امریکایانو او اروپایانو لښکر کشي او د افغانستان شمالي پولو ته د جرمني او فرانسوي پوځيانو رسیدل بیا هم روسانو ته بل د خطر زنګ ؤ، له هغې بیا وروسته د یوکراین د روس پلوي حکومت رانړول او په ځای يې یو لويديځ پلوه حکومت جوړول د روسانو لپاره یو بل سرخوږی ؤ، ورپسې په لیبیا کې د قذافي نظام چپه کول بیا د بشار الاسد لپاره د راپرځولو امريکايي پلانونه، دا ټول د دې سبب شول چې روسان ورو ورو راويښ شي او د امریکا په مقابل کې ودريږي چې دا دی نن نړۍ بیا د دوه قطبي کیدو په لور روانه ده لکه د روسي امپراتورۍ د غځیدا پرمهال چې دوه قطبي وه.
زموږ لپاره يې هغه مهال ګټه دا وه چې روسان د نړۍ یو پرمختللی پوځي او سياسي قوت ؤ چې ماتول يې په یواځې سر د افغانانو لپاره ستونزمن وو، افغانانو د روسي اشغال د ماتولو لپاره لويديځ ته لاس اوږد کړ چې د اسلامي امت ټولو علماؤ دا کار روا وبلل.
د کافر څخه د بل کافر په وړاندې استعانت احنافو فقهاؤ په آند روا دی چې د دې موضوع ديني اړخ ډير واضح دی او د احنافو د جواز د دې اصل په بنا په لنډ تیر کې د عثماني خلافت واکمنانو د روسانو سره په ټولو جنګونو کې د جرمنانو مرسته او حمایت ترلاسه کولو همدا راز د هند د علماؤ د خلافت تحریک چې د انګریزانو په وړاندې یې جهاد کاوه، له روسانو يې مرسته اخیستل روا بلل او مولانا عبیدالله سندهي د تحریک مشرانو د روسيې د حمایت د ترلاسه کولو لپاره د روسيې سنټ پيټرزبورګ ته لیږلی ؤ، د وزیرستان ايپي فقیر هم د انګریزانو په وړاندې په جهاد کې د هټلر ملاتړ له ځان سره درلود او د هټلر له لورې مرسته ورته رسیده.

د غونډو د چاپيريال په اړه ځينې شکونه

معمولاً په لويديځه یا ختيځه نړۍ کې ښځې د ورځيني ژوند یوه برخه ګرځیدلې او دغو ملتونو ښځو ته له پولې وتلي ازادي ورکړې چې د دا ډول غونډو پرمهال هغوي د خبري پوښښ لپاره د غونډې تالار ته حاضریږي او هلته له ګډون والو سره مرکې کوي.
اسلام له ښځې سره د خلوت څخه منعه کړې يعنې له پردۍ ښځې سره په جلا خونه کې یواځې کیدل روا نه دی خو که په دې خونه کې بل څوک هم وي بیا خلوت محرمه له منځه ځي او ناستی ورسره روا دی.
پاتې شو پرديو محارمو ته کتل هغه هم په داسې یوه لباس کې چې نیمه بربنډ يې بللی شو، روا نه دی خو دلته دوه نکتې د پام وړ دي.
لومړی: د اسلامي امارت مشران د ښځو سره د مرکو پرمهال هڅه کوي چې خپل نظر بلې خواته واړوي چې د مسکو د تیرې غونډې پرمهال د طالب مشرانو په همدې عمل نيويارک ټايمز راپور جوړ کړی ؤ چې طالب مشران د ښځو سره د مرکو پرمهال د هغوي خواته نه ګوري او دا يې د طالب مشرانو په اخلاقي عفت او سپيڅلتيا دلیل نیولی ؤ.
دویم: په هرصورت د ښځو دا ډول ګډون او په داسې مجالسو کې شرکت په عامو حالتونو کې روا نه شي بلل کيداي خو که سړی اسلامي احکامو او نبوي سیرت ته زیر شي ډير وخت د لوړو مصالحو د ترلاسه کولو لپاره د وړو ګناهونو ارتکاب کولای شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو مشرانو ته له بیت المال څخه سل سل اوښان زرګونه اشرفۍ ورکولې په داسې حال کې د انصارو او مهاجرینو په منځ کې داسې صحابه کرامو شتون درلود چې له لوږې به یې په نسونو پورې کاڼي تړلي وو.
ایا دا کار معاذالله ناانصافي نه وه؟ چې یو مخلص مؤمن صحابي دې له لوږې په نس پورې کاڼي تړلي وي خو د قریشو مشرانو ته دې سلګونه اوښان او اشرفۍ ورکول کيږي؟
دا ځکه چې په هغې کې د اسلام یو لوړ مصلحت پروت ؤ چې د هغې مشرانو په وسیله بسته قبيلې او قومونه اسلام ته رامات شول او د اسلام دین قوي شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خندق د غزا پرمهال د غطفان قبيلې مشرانو عیینه بن حصن او حارث بن عوف ته خبر ورولیږلو چې تاسې دا خپله قبیله له جګړې څخه وباسئ. هغوي په بدل کې د مدينې منورې د هماغه کال د کجورو د ټول حاصل غوښتنه درلوده چې وروستی سلا په نيمايي وشوه خو دا چې د انصارو مشران په دې کار رضا نه وو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه تړون بیرته لغوه کړ خو په خپل ذات کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې کار د کولو اراده کړې وه چې ظاهراً کافر ته جزیه ورکول وو خو چون د مسلمانو مصلحت په دې کې وو چې له بیخ کنۍ او بشپړ نابودۍ وژغورل شي او کفار په مدینه منوره بريالي نه شي بناءا دوي ته له جنګ څخه د واپسۍ په بدل کې عوض ومنل شو.
په دا ډول نړیوالو غونډو کې شرکت او د هغې ګټه له دې درک کولاي شو چې امریکایان او د هغوي ګوډاګیان، د کابل اداره د داسې غونډو څخه څومره ویره لري او پرمهال یې دوي څومره تر فشار لاندې وي نو که د دې اشغالګرو د شړلو او اسلامي نظام د اقامې لپاره ځينې وخت د ګناه ارتکاب کيږي باید چې د علیا مصالحو لپاره وشي.
موږ دوه لوړ هدفونو لرو، د اشغالګرو بشپړ شړل، د اسلامي نظام اقامه چې ترې په هيڅ صورت تنازل نه شي کيدلاي خو که د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په خینو مواردو کې تنازل کيږي او یا د دې علیا مصالحو لپاره د ځينو غیرشرعي کارونو ارتکاب ته موږ مجبوريږو باید چې د وچې شیخۍ ته لاس وانه چوو چې د وړو ګناهونو د ارتکاب څخه د ځان ژغورنې په خاطر لوړ اهداف رانه پاتې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close