له قلف او کیلۍ پرته دکور ساتندویه قلفونه

له کور څخه د راوتلو پر مهال سرای قلفول او کیلۍ خوندي ساتل اړین وي، ځکه چې که کیلي ورکه شي نو معامله د قلف تر ماتولو پوري رسیږي، مګر اوس دا جنجال د سمارټ لاک په مټ لري کېدای شي.

د میش ایبل په نامه د ټیکنالوجۍ د یو ویب سایټ له قوله د پرمختللي ټیکنالوجۍ په مرسته فنګر پرنټ واړه قلفونه جوړ شوي دي چې صرف په ګوته ور وړلو سره خلاصیږي او بنديږي.

دغه قلفونه د فنګر پرنټ ټیکنالوجۍ تر نظارت لاندې جوړ شوي چې د موبایلونو په مټ استعمالېدای شي.

د قلفونو د استعمال لپاره په موبایل کې د هغه اپلیکیشن ډاؤنلوډیږي چې پکي د قلف د لوري د معلومولو تر څنګ د قلف اړوند ټولي اسانۍ پکي شته وي.

د لوري له معلومولو وروسته پر قلف باندې د ګوتي په ایښودلو سره قلف خلاصیږي او کور ته له ننوتلو وروسته د ګوتي په مټ بندیږي.

د دې قلفونو دا فایده هم ده چې که د کور څښتن شته وي او کنه، هیڅ یو غل د هغه قلف د ماتولو توان نشي موندلی، ځکه چې کله یې هم کوم څوک د ماتولو کوشش کوي نو سمدستي څښتن ته پر موبایل باندې د الارم په ټوګه خبرداری ورکول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close