جولای 23, 2019

ګڼ هیوادونه له فارس خلیج«ایران» نه خپل هوایي مسیر بدلوي

ګڼ هیوادونه له فارس خلیج«ایران» نه خپل هوایي مسیر بدلوي

عزم (جمعه، ۳۱،غبرګولی،۱۳۹۸)

وروسته تر هغه چې ایران په خپل هوایي حریم کې د امریکا یوه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړه ،یوشمیر هوایي شرکتونوپریکړه کړې چې د ایران له هوایي قلمرو به خپل مسیر بدلوي.

د امریکا فدرالي هوایي چلند ادارې FAA نن سهار اعلان وکړ چې د ایران په جنوب کې په ځانګړي ډول د هرمز تنګي او عمان سمندر پر فضا یې الوتنې ځنډولې دي.

فدرالي ادارې د امریکا له ټولو هوایي شرکتونو غوښتي چې د دې مسیر پرځای دې بله بدیله لار ځانته ولټوي.

د KLM په نامه نړیوال هوایي شرکت هم د ایران هوایي حریم باندې له خپلو الوتنو ډډه کړې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د امریکا د فدرالي ادارې پالیسیانې تطبیقوي.
د بریتانیا  «بریتیش‌ ایرویز» هوایي شرکت هم اعلان کړی چې د امریکا له اعلان سره سم به د ایران پر ځینې هوایی حریم خپلې الوتنې وځنډوي.

د اماراتو دولتي هوایی شرکت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د ایران  له هغو سیمو چې د جګړې احتمالي سیمې بلل کیږي، خپل هوایي حریم بدلوي.
اماراتو ویلي ، دوی حالات له نږدې څاري او دغه بدلون به دوی ته دومره زیات زیانمن تمام نه شي.

شنونکي وایي، د ایران له فضا څخه د نړیوالو الوتنو ممنوعیت به د افغانستان لپاره په  خورا درنده بیه تمام شي ،ځکه له یوې خوا پرې پاکستان خپل هوایي قلمرو تړلی او له بل لوري چې دا مسیر هم وتړل شي، زیانونه به یې بې ساري وې.

Related posts