امریکا د کرزي په ملاتړو پسې را اخیستې ده

 

عزم (دوشنبه، ۲۷،غبرګولی،۱۳۹۸)
پخواني ولسمشر حامدکرزي ته نږدې سرچینې وایي، چې امریکایي پوځیانو یې له تیرې څه مودې راهیسې ملاتړي او یا هم نږدې خپلوان تر پرلپسې بریدونو لاندې نیولي دي.

ویسا ورځپاڼې راپور ورکړی چې دې بریدونو وروسته تر هغو زور موندلی کله چې کرزي په مسکو کې له ملا برادر آخند سره وکتل.
ویل کیږي چې امریکایان هڅه کوي کرزي ته نږدې کسان په مرموزه توګه ترور او یا هم بندیان کړي.
سرچینه زیاتوي ، دا تشنج هغه مهال لا زیات شو کله چې څو ورځې وړاندې پخواني ولسمشر په خپل کور کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په داسې حال کې ناسته درلوده چې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت استای زلمی خلیلزاد هم ورسره و؛کرزي امریکايي قوماندان ته وویل چې تاسو سوله نه غواړئ، بمبارۍ کوئ او چاپې غورځوئ چې دا د سولې خلاف کار دی.

وروستي راپورونه ښیي ، د دواړو لوریو تر ترینګلتیا وروسته امریکایانو د شاولي کرزي پر کور توغندويز برید کړی او د هغه یو ساتونکی یې وژلی دی .
دغه راز یې درې ورځې وړاندې په ارزګان کې د «دستګیر» په نامه چې  د کنډک پخوانی قوماندان وو، چاپه وهلې او لاس تړلی یې کابل ته راوړی دی.

د دې تر څنګ ګډوعسکرو د  پولیسو د پخواني قوماندان نورزي پر کور هم چاپه وهلې چې نوموړی یې هم نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې کرزي او امریکا ظاهراً هغه مهال لارې سره جلا کړې ، کله چې کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون په نامه بدنامه معاهده ونه منله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close