جولای 23, 2019

ننګرهار ، بغلان او فراه ولایتونو کې ۱۳ عسکر له طالبانو سره یوځای شوي

ننګرهار ، بغلان او فراه ولایتونو کې ۱۳ عسکر له طالبانو سره یوځای شوي

 

عزم (یکشنبه، ۲۶،غبرګولی،۱۳۹۸)

په داسې حال کې چې دولت پلوه ځواکونو پر ولسي میشت ځایونو خپلو ړندو هوایي بریدونو او وحشیانه شپنیزو چاپو ته زور ورکړی ، په همهاله توګه د دې بریدونو زیاتوالي د دولت په امنیتي ارګانونو کې هم درز راوستلی او ورځ تر بلې ګڼ عسکر د کابل حکومت له نظامي لیکو لار بیله او له طالبانو سره یوځای کیږي.

تازه خبرونه وایي چې نن ورځ دننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اړوند د چمتلې سیمه کې ۶ تنه د ملي اردو عسکر له خپلو دندو ګوښه او طالبانو ته ورغلي دي.
طالبانو د یوځای شویو کسانو نومونه(فضل الرحمان، نورالحق،سرور، احمد، سیدرحمان او شفیق الله) ښوودلي او زیاته کړې یې ده، چې یاد کسان د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر شوي او د دوی دجلب او جذب کمیسیون مسئولینو یې تر تود هرکلي وروسته ټول خپل عادي ژوند ته سوق کړي دي.

آخوا بیا له بغلان ولایت نه راپورونه وایي چې تیره ورځ د دغه ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳ تنه سیمیز پولیس«اربکیان» له خپلو دندو را بیل شوي او له طالبانو سره یوځای شوي دي.

له فراه ولایت نه بیا ورکړل شويو خبرونو کې راغلي چې نن سهار د دغه ولایت د مرکزي محبس ۴تنه پیردارانو پولیسو خپلې دندې خوشې کړې او طالبانو ته یې پناه ور وړې ده.
طالبان وایي ، یوځای شویو کسانو ته یې هرکلی ویلی او هغوی ته یې د آرام ژوند اطمینان ورکړی دی.

دا کسان داسې مهال خپلې دندې خوشې کوي چې تازه طالبانو په یوه پیغام کې له ټولو دولتي عسکرو غوښتي چې د بهرنیانو په ملاتړ دې د دوی پر وړاندې جګړه بس کړي او د بهرنیانو د ګټو لپاره دې د خپلو افغانانو له وژلو لاس واخلي.

Related posts