اګست 24, 2019

هلمند، کندهار، بلخ او پکتیا کې ۶ قومندانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند، کندهار، بلخ او پکتیا کې ۶ قومندانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(یکشنبه، ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸): طالبان وایي په هلمند کندهار، بلخ او پکتیا کې یې د دولت پنځه لوړپوړي قومندانان وژلي دي او د صفر یو قطعې قومندان یې ټپي کړی دی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي دي چې تیره شپه یې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د پوستې قومندان خاکسار او یو بل قومندان اخترمحمد سپینک سره له ۲ نورو پوليسو وژلي دي.

احمدي همدا راز ویلي دي چې تیر ماښام یې د کـنـدهـار ارغنداب ولسوالۍ اړوند د بابا صاحب دوه لارې ته څیرمه دصفر ۱ قطعې پخوانی قومندان احمدالله په یوه کمین کې ژوبل کړی او درې ساتونکي یې وژلي دي

د دې سربیره طالبانو چې تیره ورځ ماسپښين مهال یې د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ خنډخیلو سیمه کې د برید او چاودنې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان(اختر) او د پوستې قومندان(قاري) له یو ساتونکي سره وژلي او ۳ نور پولیس یې ژوبل کړي دي.

طالبانو په یو بل خبر کې د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ کې د یو بل اربکي قومندان شیرمحمد د وژلو ادعا هم کړې ده او زیاته کړې یې ده چې یو میل پیکا یې هم لاسته ترې ورغلې ده.

Related posts