جولای 23, 2019

سهیل شاهین :د بهرنیانو د وتلو مهالویش به ټول راتلونکي پړاوونه روښانه کړي

سهیل شاهین :د بهرنیانو د وتلو مهالویش به ټول راتلونکي پړاوونه روښانه کړي

عزم (یکشنبه، ۲۶،غبرګولی،۱۳۹۸)

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي ، له امریکا سره یې مذاکرات لغوه نه ، بلکې تدریجي پرمختګ کوي.
هغه چې له امریکا غږ انګلیسي څانګې سره یې خبرې کولې وویل ، «فکر نه کوم چي مذاکرات لغوه شوي وي،  دا ډایالوګ تدریجي او دوامداره پرمختګ کوي.»
شاهین وایي، که امریکایانو انعطاف څرګند کړ او د خپلو ځواکونو د وتلو نیټه یې وټاکله ، ټول راتلونکي پړاوونه روښانه کیږي.
نوموړی وایي،

«هیله لرم چې بهرنیو پوځونو د وتلو د مهالویش له اعلان سره سم به دا خبرې قوي پرمختګ وکړي ، د بین الافغاني خبرو لپاره به زمینه سازي وشي او د یوه اسلامي نظام او حکومت د راتلو لپاره به د لاري نقشه ترسیم کاندي»

شاهین دغه راز ویلي ، له امریکایانو سره وروستی توافق به یې بیا هم دا نه وي، چې اوربند به کوي یا به هم د کابل له حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني

شاهین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه د سولې عالي شورا د سولې پروسه کې د ملا برادر پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي راتګ د طالبانو په دریځ کې هیڅ ډول تنازل نه دی راوستلی او طالبان لا هم د کابل له حکومت سره خبرو ته نه دي تیار شوي.

Related posts