جولای 23, 2019

پکتیا، هلمند،فاریاب او غزني کې پر ولسي هیوادوالو مرګونې چاپې وهل شوې

پکتیا، هلمند،فاریاب او غزني کې پر ولسي هیوادوالو مرګونې چاپې وهل شوې

 

عزم (یکشنبه، ۲۶،غبرګولی،۱۳۹۸)

راپورونه وایي چې د تیرو ورځو په تعقیب افغان ځواکونو تیره شپه او نن ورځ بیا هم د خپلو امریکایي مشرانو په ملتیا د هیواد په ګڼو ولایتونو کې یوځل بیا ملکي میشت ځایونه په نښه او د مالي زیان اړولو سربیره یې ګڼ بیګناه هیوادوال وژلي دي.

د عزم سیمیز خبریالان وایي ، ګډوعسکرو تیره شپه او نن ورځ د پکتیا په زرمت ، د هلمند په سنګین او ګرشک ، د فاریاب په جمعه بازار او د غزني په قره باغ ولسوالیو کې خلکو ته بې شمیره ځاني او مالي زیانونه ور اړولي دي .
خبر زیاتوي ، نن غرمه مهال د پکتیاولایت د زرمت ولسوالۍ په مقرب خیلو سیمه کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر بمبارد کړی، چې له کبله یې موټر بشپړ ویجاړ او د ۲ ښځو په ګډون په کې ۶ تنه ملکیان په شهادت رسیدلي دي.

آخوا بیا له هلمنده ورکړل شوي خبرونه وایي چې تیره شپه داخلي او خارجي عسکرو د چورلکو په ملتیا دګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز سیمه کې چاپه وهلي چې د کلیوالو تر بیځایه ځورولو او ویرې خپرولو وروسته یې د کلي درې کسان د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي دي.

سیمیزې سرچینې وایي، پر همدې شپه د یاد ولایت دسنګين ولسوالۍ د سره بند په سیمه کې هم چاپه وهل شوې چې پر مهال یې ګډو عسکرو د کلي ۵ تنه بیګناه وګړي چې له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې لاس نه درلوده ، په خورا وحشیانه توګه شهیدان کړي دي.

آخوا بیا خبرونه وایي، چې د هیواد په شمال کې د فاریاب له مرکز میمنې څخه افغان عسکر د امریکایانو په مشرۍ د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د چورلکو په مټ ورغلي، چې ورسره سملاسي یې دملکي خلکو کورونه دهاوانونو په مټ تر برید لاندې راوستلي دي.

خبري منابع وایي، تردې مهاله یوتن ملکي وګړی شهید اویوبل ملکي سړی او ۸ تنه ښځي اوماشومان زخمیان شوي دي.

بل پلو دغزني په قره باغ ولسوالۍ کې ګډو عسکرو یو واده په ویر لړلی دی او خلک یې سخت ځورولي دي.
سرچینې خبر ورکوي چې چاپه د سرګودې پر کلي وهل شوې چې پر مهال یې ګډوعسکرو د ګڼ شمېر کورونو دروازې تخریب کړې، خلک یې ځورولي او د واده خوشحالۍ ته د راغلو ۵ ملکي وګړو موټر سیکلونه یې سوځولي دي.
ځایي خلک وایي، ورغلو کورنیو او بهرنیو عسکرو د تالاشۍ په پلمه د کورونو پلټلو پر مهال هرڅه چې لاسته ورغلي لوټ کړي او له ځان سره یې وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په شپه هم ګډوځواکونو د هیواد په مختلفو ولایتونو کې شاوخوا ۳۳ تنه عام ولسي وګړي شهیدان او د مالي زیان ور اوښتو سربیره یې لسګونه نور ټپیان کړي وو.

Related posts