«لا هم له ښوونځیو د نظامي پوستو کار اخیستل کېږي»

عزم(یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د پوهنې پر وړاندې لا هم ډېرې ننګونې پر خپل ځای پاتې دي او لا هم امنیتي ځواکونه له ښوونځیو نظامي پوستې جوړوي.

د دې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، تېره اوونۍ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ځايي خلکو وروسته له هغه اته ښوونځي وتړل، چې امنیتي ځواکونو له ښوونځیو سره نږدې پوستې جوړې کړې، چې له امله یې ۱۲زره زده کوونکي له زده کړو پاتې شول.

ده وايي، لا هم درې اعشاریه اووه میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي او په ټول افغانستان کې لا هم ۴۳۰ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې امنیتي مسوولینو له ښوونځیو نظامي پوستې جوړې کړې او د زده کوونکو پرمخ یې تړلي دي.

د پوهنې وزارت د روان کال په پیل کې ژمنه کړې وه، چې سږکال به په ټول هېواد کې تړل شوي ښوونخي بېرته پرانیزي، خو تراوسه بریالي شوي نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close