ننګرهار کې ترافیکي پېښې اوو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

عزم(یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار په نهمه حوزه«غازي امان الله خان ښارګوټي» کې یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، د یوه مارسډیز او الټو موټرونو د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

دی وايي، ټپیان یې د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدولي، خو وضعیت یې ښه نه دی.

ننګرهار په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې هدفي وژنې هم اوج ته رسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close