تېرکال له افغانستانه ایران ته پنځه میلیارده ډالر قاچاق شوي

عزم(یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د هرات ځايي چارواکي وايي، پر ایران د امریکا د بندیزونو سره له افغانستانه ایران ته د امریکايي ډالرو قاچاق هم ډېر شوی، چې تېر کال نږدې پنځه میلیارده ډالر له افغانستانه ایران ته قاچاق شوي دي.

په هرات کې د افغانستان بانک مسوولین اندېښنه ښيي، که له افغانستانه ایران ته د ډالرو قاچاق همداسې روان وي، نو سږکال به دغه شمېره اتو میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د انساني قاچاق، د مخدره توکو د لېږد او نورو کارونو لپاره هم کارېږي؛ خو دا لومړی ځل دی چې په دغو لارو ایران ته امریکايي ډالر هم قاچاق کېږي.

په هرات کې د لویدیځو ولایتونو د بانکونو مسوولین وايي، ټولې پیسې په قانوني توګه قاچاق شوي، د قانون له مخې هر څوک چې د ایران پولې ته اوړي، تر لسو زرو ډالرو پورې وړلای شي او که له دې پورته پیسې وړي، نو باید ثبت شي.

په هرات کې صرافان وايي، په ورځني ډول تر دوه میلیونه ډېر ډالر ایران ته قاچاق کېږي.

تېرکال امریکا یو ځل بیا پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، چې په دغه هېواد کې یې په ټولو چارو سخت اغېز کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close