ولسمشر غني نن انګلستان ته ولاړ

عزم(یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن په یوه رسمي سفر د برېتانیې مرکز لندن ته ولاړ.

د اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، دغه سفر د برېتانیې حکومت په رسمي بلنه شوی او ولسمشر غني هم د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ لندن ته تللی دی.

دی وايي، په دې سفر کې به ولسمشر د برېتانیې له بېلابېلو چارواکو سره وګوري  او د سه شنبې په ورځ به د افغانستان او انګلستان ترمنځ د لوبې ننداره هم وکړي.

اشرف غني داسې مهال د افغانستان او انګلستان ترمنځ د کېدونکې لوبې لیدو ته زړه ښه کړی، چې افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې هېڅ بریا نه ده خپله کړې او پرله‌پسې څلور ماتې یې خوړلي دي، خو برېتانیې په نړیوال جام کې تراوسه یوازې یوه ماتې خوړلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close