جولای 23, 2019

نړیوال جام: د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیالي روانه ده

نړیوال جام: د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیالي روانه ده

عزم(یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام کې نن په زړه پورې سیالي روانه ده، چې د ننداره کوونکو ټیکټونه څو میاشتې وړاندې پلورل شوي وو.

نننۍ لوبه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې پاکستان پچه وګټله او هندوستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د هندوستان او پاکستان لوبه یوازې لوبه نه وي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاست قرباني هم وي.

پاکستان په نړیوال جام کې تراوسه له هندوستان لوبه نه ده ګټلې، خو په نورو نړیوالو لوبو کې پاکستان له هندوستان ډېرې سیالۍ ګټلي دي.

تېرکال په اسیا جام کې هندوستان او پاکستان دوه ځلې سره مخ شول، چې دواړه ځلې هندوستان بریا خپله کړه.

تراوسه د هندوستان ۹۱ منډې دي او کوم لوبغاړی یې سوځېدلي نه دی.

په روان نړیوال جام کې په اسیايي لوبډلو کې هندوستان یوازېنۍ لوبډله ده، چې تراوسه یې ماتې نه ده منلې، خو نورو لوبډلو افغانستان، بنګله‌دېش، سرېلانکا او پاکستان له سختو ماتو سره مخ شوي دي.

Related posts