جولای 23, 2019

جنوبي افریقا افغانستان ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه

جنوبي افریقا افغانستان ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه

 

عزم(یکشنبه، ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸): افغانستان په نړیوال کپ کې خپله څلورمه لوبه هم وبایلله خو جنوبي افریقا بیا څلورمه لوبه په خپل نوم ثبت کړه.

نن د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه وشوه چې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه خو له نورعلي او راشدخان پرته یو لوبغاړی هم ښه ونه ځلید او ټوله لوبډله د ۳۵ اور په لومړي بال د ۱۲۴ منډو په جوړولو سره وسوځیدله.

جنوبي افریقا بیا د هاشم امله او ډیکاک په ښې توپوهنې سره یواځې د یو لوبغاړي په سوځیدلو سره د ۲۹ اور په څلورم بال لوبه وګټله او افغانستان ته یې ۱۳۱ منډې جوړې کړلې.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې راشدخان وکړې چې په ۲۵ بالو یې د ۶ څلوریزو په مټ ۳۵ جوړې کړې او نور علي ځدراڼ بیا په ۵۸ توپونو د څلورو څلوریزو په مټ ۳۲ منډې جوړې کړې.

حضرت الله ځاځي ۲۲، رحمت شاه ۶، حشمت شهیدي ۸، پخواني کفتان اصغر افغان صفر، محمد نبي ۱، اکرام علي خیل ۹، ګلبدین نائب ۵، حمید حسن او افتاب عالم بیا په یوه منډه جوړیدلو هم ونتوانیدل.

د جنوبي افریقا له لوري هاشم امله ۴۱ او ډیکاک په ۷۲ توپونو ۶۸ منډې جوړې کړې چې وروسته د ګلبدین نائب په توپ باندې د نبي له لوري کیچ شو او یواځې همدا یو لوبغاړی یې وسوځیده.

Related posts