غزنی په اور کې سوځي

خالد افغان زوی

د اسلامي تمدن پلازمینه، د فردوسي، سنایي، هجویري او البیروني ټاټوبی، د غزنوي امپراطورۍ پرتمین پایتخت او د زرګونو عالمانو، عارفانو، غازیانو او ویاړمنو رجالو  وطن او مدفن(غزنی)  یو ځل بیا د تاریخ له ستر ازمویښته تیریږي.

هو کې، په داسې حال کې چې نړۍ د استدراجي انکشافاتو په اوج کې د هوس ارږمي باسي، په هیواد دننه مو ځوان نسل د کرکټ نشې معتاد کړی او ټول فکر و ذکر یې د نړیوال جام په لوبو کې دی. د فکر او هنر څښتنانو مو خپل قلمونه د سیاست له اربابو سره برمته کړي او  شپه ورځ په ټاکنیزو ناندریو، دعوو او دنګلو بوخت دي. په دې لګه درګه ماحول کې د وطن او نړۍ ویاړ غزنی د ظلم او قساوت غشي په سیني ټومبي او لګیا دی د اور لمبې یې بدن وریتوي.

غزنی دا ځل د کوم علاء الدین جهانسوز د کینې په بټ کې نه وریتیږي، بلکې خپل ناخلفه زوی ( اسدالله خالد) ورته په بده اوښتی او پردی غلیم( سکاټ میلر) ورته د انتقام مټې را نغښتي او غواړي د ټول زرکلن دیني او علمي پرتم سزا ورکړي.

دا څوومه میاشت ده چې دغه د علم او تمدن بورجل د امریکایي الوتکو د ډرون بریدونو، بمبارونو او داخلي ځانګړو قاتلانو د چاپو، تخریبي عملیاتو،  عاموژنو او ناتمامه وحشتونو په لمبو کې سوځي. که د تیرو څو میاشتو روزمره وحشتونه پریږدو راځئ د تېرو ۲۴ ساعتونو خونړیو حملو ته لنډه کتنه وکړو چې ټول قربانیان یې د دې علم پرور او تمدن زیږونکې خاورې بې ګناه ولسي وګړي دي.

تېر ماښام د غزني د شلګر ولسوالۍ د سردې په سیمه کې امریکایي ډرون الوتکې د عامو وګړو کرولا موټر وویشت او څلور تنه بې ګناه کلیوال ( جمال، ولي محمد، سید خان او محمد یوسف) یې ځای په ځای شهیدان کړل. نن سهار اته بجې د همدې ولسوالۍ د خوشال په کلي کې ډرون الوتکې د محمد امین او عصمت الله په نوم د نرمي د کلي اوسیدونکی دوه عام کلیوال په شهادت ورسول. همدا راز د ورځې په اوږدو کې د همدې ولسوالۍ د ملا ګلان او جوی دو په کلیو کې ډرون الوتکو په بریدونو کې ۷ تنه نور عام وګړي هم شهیدان کړل چې ۳ تنه یې د خواجه عمري ولسوالۍ د وچې کلا اوسیدونکي او ۴ تنه یې کوچیان وو. په دې بریدونو کې د عامو وګړو ۲ موټر او یو موټر سایکل هم له منځه تللي.

که د سکاټ میلر الوتکو په شلګر کې په عامو کلیوالو سینې یخې کړې، د اسد خالد قاتلانو بیا د غزني په مرکز کې د منګور په کلیوالو خپل د کینې او قساوت ډډی تش کړ. د ځانګړو قاتلو عسکرو قوې تیره ورځ د منګور په کلي هجوم راووړ، د خلیل، قربان او فریدون په نوم یې د دریو دوکاندارانو دوکانونه مات او ټول شته یې غلا کړل. د حاجي سرور بالاخانه او په کلي کې یې دوه د موټرو ګاراجونه په بمونه والوځول. د حاجي عبدالله په نوم د یوه کلیوال کور یې ویجاړ  یو موټر سایکل وسوځاوه او چې کله له کلي وتل نو د وحشي ځناوره په شان یې د کلیوالو درې څاروي هم وداړل او ووژل او بیا په خپله مخه لاړل.

د غزني په بله ولسوالۍ قره باغ کې بیا تیره شپه امریکایي او داخلي قاتلانو په برله سیمه کې په داسې کور چاپه وهلې چې د واده مراسم په کې روان و. عسکرو د کلیوالو دروازې ماتې کړي. د عامو خلکو ۵ موټر سایکل یي سوځولي. له کورونو یې قیمتي اجناس غلا کړي او له لوټ تالان وروسته یې سیمه پرې ایښي ده.

د تمدن له پلازمینې غزني څخه وروستی خبر دا دی چې همدا تیر مازدیګر پنځه بجې د شلګر ولسوالۍ د خارخشه سیمه کې امریکایي ډرون الوتکې یو ځل بیا برید کړی او درې تنه ولسي وګړي چې درې واړه د همدې ولسوالۍ د حبیب ګوډلو اوسیدونکي وو ځای پر ځای یې شهیدان کړي دي.

دا وړ کیسې او فاجعې نن سبا د غزني بلکې ټول وطن د هرې ورځې داستان دی. امریکایي وحشیانو او داخلي ځناورو د سړیتوب، اخلاقو او عاطفې له ټولو اصولو پښې اړولي. سوچه وحشت، قتل او داړلو ته یې مخه کړې چې په اوسط ډول هره ورځ تر دیرشو د زیاتو عامو وګړو وینې څښي.

خیر، د تاریخ دا دوران به هم تېر شي. غزنی او غزنویان به د ظالمانو د قساوت له ایرو څخه یو ځل بیا سر راهسک کړي.  همدا ځمکه، اسمان او غزنی به وي خو د عصر په جهانسوزانو به لعنتونه وایي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close