«په ننګرهار کې تولید شوي عطر کاناډا او اروپا ته صادرېږي»

عزم(شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار کې د ګلابو، نارنجو او سنځلو له ګلانو د عطرو جوړونکي شرکت مسوولین وايي، اوس یې تولیدات کاناډا، فرانسې او جرمني ته هم صادرېږي او په دې برخه کې یې ګڼ هېوادونه شاته پرېښي دي.

د دې شرکت مرستیال اخترمحمد وايي، په ننګرهار کې یې په سلګونه جریبه ځمکه ګلاب، سنځلې او د نارنجو بڼونه جوړ کړي او له بزګرانو یوازې د دې بوټو ګلان اخلي او عطر ترې جوړوي.

دی وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه یې په سلګونه ځلې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو تراوسه یې په ورسره په دې برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

د اخترمحمد په خبره، یاد وزارت پراخ امکانات لري او لږه همکاري ورسره وکړي، نو د نړۍ ګڼو هېوادونو ته به خپل صادرات ورسوي او هم به سلګونه ځوانان په دندو وګماري.

دی زیاتوي، په ننګرهار کې تولید شوي عطر د مخ د پوستکي، د ګنځو او د مخ په ښه ساتلو کې ښه مرسته کوي، ځکه تولیدات یې طبیعي دي او کیمیاوي توکي پکې ډېر نه کاروي.

د یاد شرکت مسوولین وايي، د ننګرهار ګلابو په نړیوال مارکېټ کې ترکیه، مراکش او بلغاریه شاته پرېښي او ګڼ مینه‌وال یې پیداکړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close