جولای 23, 2019

نړیوال جام: انګلستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

نړیوال جام: انګلستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

عزم(شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ د ۲۰۱۹نړیوال جام په ۱۹مه لوبه کې انګلستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

په پرونۍ لوبه کې لومړۍ توپ وهنه ویسټ اڼډیز وکړه، چې په ۴۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۲۱۲ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۲۱۳ منډو هدف کېښود.

د ویسټ انډیز په توپ وهوونکو کې یوازې نیکولس پارون ۶۳ منډې وکړې او کرېس ګېل ۳۶، شېمرون هیتمایر ۳۹ او انډري رسل ۲۱ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز درې لوبغاړي په صفر وسوځېدل. لیوز، برایټویټ او جوسن هولډر هم په کمو منډو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

د انګلستان په توپ اچوونکو کې جوفرا ارچر ۳، ووډ ۳ او جیو روټ دوه ویکټې واخیستې.

د انګلستان د پیل لوبغاړو د ۹۵ منډو ملګرتیا وکړه، چې د ویسټ انډیز هدف یې په اسانۍ سره پوره کړ.

جیو روټ ۱۰۰ ناسوځېدلې، جاني بېرسټو ۴۵، ووکس ۴۰ او بین سټوکس هم ۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د ویسټ انډیز هدف یې په ۳۴ اور کې پوره کړ.

د ویسټ انډیز په توپ اچوونکو کې یوازې شانون ګیبرېل د ۲ ویکټو په اخیستو بریالی شو.

د نړیوال په ۲۰مه لوبه کې نن افغانستان او سویلي افریقا سره لوبه لري.

Related posts