په کاغذو اوښکې

 

ځي لـه سـنګره آن د عــرش تر مــنارو اوښکې
پـه تـوره شـــپه د بـبرسـرو لـــېونو اوښکې

دلــته بدرنګه خــــزانونه تـم کــېدلی نه شي
دلـته توى کړي دي سپېڅــلو پســرلو اوښکې

مظلوم امـت ته پيغامـــونه د خـوښۍ ورکوي
بـندي طالـبـه سـتا په څـوکو د بڼـو اوښکې

دا غـلامان په دې خـاطر چې بـادار وخـندوي
ډالــۍ کـوي ورتـه زمـــونږه د بچـو اوښکې

ستادمحل مخې ته مړ دی یو سوالګری ماشوم
یبلې پښې څيرې ګرېوان او په لېمـو اوښکې

دې بمبار شوې مدرسې ته یو څو میندې راغلې
ډېرې یي توى کړې په شلېدلو کتابو اوښکې

زه مې د خپل وطن ماشوم تصویر کې هم پېژنم
په وینو سور، زړې جامې په اننګو اوښکې

مـفـتونـه! دا د خــپل ولــس ترجـمـاني کومه
دا چـې مـدام انـځــــوروم پـه کاغـذو اوښکې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: