هرات ، بغلان او پکتیکا کې لسګونه ملي او محلي پولیس طالبانو ته ورغلي

 

عزم (جمعه، ۲۴،غبرګولی،۱۳۹۸)

 

راپورونه وایي چې د هرات په فارسي، د بغلان په مرکزي بغلان او د پکتیکا په وازیخوا ولسوالیو کې تر ۳۰ ډیر سیمیز پولیس، د نظم عامه سرتیري او د ملي اردو عسکر له طالبانو سره یوځای شوي دي.
خبر زیاتوي، تیره ورځ د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ د «تیلک، او چوشار » په نامه سیمو کې دارباب طاهر اوارباب ستار په مشرۍ ۱۵ تنه سیمیز پولیس «اربکیان» د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي، یوځای شویو کسانو ورته ۱۳ میله سپکې او درنې وسلې هم ور وړې او دوی یې هم تود هرکلی کړی دی.
سیمیزو چارواکو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی .

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن دبغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۹ تنه سیمیز پولیس او د ملي اردو عسکرو خپلې دندې پریښې او طالبانو ته یې پنا ور وړې ده .
طالیان وایي، د دوی سیمیزو مسؤلینو ورغلو عسکرو ته هرکلی ویلی او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړي دي.

بلخوا له پکتیکا ولایت نه خبرونه وایي، چې ددغه ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ملي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.
طالبانو د یادو کسانو نومونه هم په ډاګه کړي او تر څنګ یې ویلي چې یوځای شویو کسانو ته یې لارښوونه کړې چې خپل آزاد ژوند له کومې ویرې پرته ترسره کړي.

طالبانو پر نورو دولت پلوه ځواکونو هم ژغ کړی چې د جنګ لاره پرېږدي او د یاد کمیسیون د مقرراتو په چوکاټ کې ازاد ژوند ته راستانه شي.

دولتي چارواکو د خپلې پالیسي له مخې پر دې ټولو پیښو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close