خوست: ځاځي اریوب کې یو اربکی پولیس وژل شوی دوه طالبانو ژوندي نیولي

 

عزم(جمعه، ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۸): نن سهار د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې طالبانو په اربکیو پولیسو برید کړی چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

یوې سیمئیزې سرچینې ویلي چې برید د ځاځي میدان په المارو سیمه کې ترسره شوی دی چې یو تن اربکی پولیس پکې وژل شوی او دوه تنه نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دغه برید په ترڅ کې د لطیف په نوم یو تن مشهور اربکی وژل شوی او دوه تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

خوست ولایت نسبتا یو له باامنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي خو سږ کال وخت ناوخت د بریدونو شاهد وي او د پخوا په نسبت یې امنیت خراب دی وخت ناوخت ترې د بریدونو خبر ورکول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close