کنړ: طالبان وایي اسمار ولسوالۍ کې یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(جمعه، ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۸): تیره ورځ دکنړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې طالبانو پر هغه کتار برید وکړ چې د غازي اباد پر لور روان وو.

طالبانو ویلي چې د اسمار اړوند په زربټ سیمه کې یې د خاصې قطعې په هغه کاروان برید کړی چې غازي آباد ته روان و او ۳ ټانګونه یې ویجاړ کړي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې درې ټانګونه ویجاړ کړي دي.

احمدي همدا راز زیاته کړې ده چې د دغه برید په ترڅ کې یې ګڼ شمیر عسکرو ته هم مرګ ژوبله اړولې خو کره شمیره یې نده یاده کړې.

د کونړ ولایت چارواکو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي خو په همدغه ولسوالۍ کې یې د لشکر طیبه په مرکز د هوان په توسط د برید خبر ورکړی چې ویلي یې دي په دغه برید کې یې د لشکر طیبه ۳ تنه وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
په نښتو کې مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close