جون 17, 2019

الېس ویلز: په ټول توان د افغانستان جګړه باید له سیاسي لارې ختمه کړو

الېس ویلز: په ټول توان د افغانستان جګړه باید له سیاسي لارې ختمه کړو

 

عزم(جمعه، ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د طالبانو سره د مذاکراتي ټیم غړې الېس ویلز، د امریکا کانګرس ته په خبرو کې ویلي چې په ټول توان د افغانستان جګړه باید له سیاسي لارې ختمه کړو.

هغې ویلي د افغانستان د جګړې ختمول د امریکا لومړیتوب دی او امریکا غواړي له سیاسي لارې دغه جګړه پای ته ورسوي.
نوموړې یادې څرګندونې د استازو جرګې یوې کمیټې ته کړې دي.

الیس ویلز داسې مهال یادې څرګندونې کړي چې تر دې مخکې د یادې جرګې له لوري غوښتنه شوې وه چې د افغانستان جګړه باید د یو سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته ورسیږي.

الیس ویلز له یوې خبرې پرده پورته کړې چې له افغانستان څخه د سرتیرو راویستل به په دې معنا نه وي چې له افغانستان سره به هر ډول روابط ختم وي بلکې بیا هم امریکا غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

نوموړې ویلي امریکا به له هغه وروسته هم له افغانستان سره مرستې کوي خو د دوی ترمنځ به حساب موجود وي چې د حساب په بنیاد به مرستې هم ورسره کوي.

ویلز زیاته کړې امریکا دا مهال ټوله انرژي دیته یواځې کړې چې څنګه افغانستان کې له سیاسي لارې جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې شاید په لنډو څو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اوم پړاو مذاکراتي خبرې پیل شي چې دواړه لوري یې فیصله کوونکي بولي.

Related posts