جون 17, 2019

د پکتیکا اوسېدونکي: د ړندو بمباریو له لاسه له کورونو نشو وتلی

د پکتیکا اوسېدونکي: د ړندو بمباریو له لاسه له کورونو نشو وتلی

 

عزم(جمعه، ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۸): د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ قومي مشران له وروستیو ړندو بمباریو سرټکوي او په اعتراضیه توګه د دغه ولایت مرکز ښرنې ته راغلي دي.

دوی وایي له یوې میاشتې په کمه موده کې یواخې په دغه ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو لسګونه بریدونه شوي چې ټول په ملکي وګړو ترسره شوي دي.

قومي مشران وایي یو برید هم په طالبانو ندی شوی بلکې د ټولو بریدونو قربانیان ملکي وګړي دي چې ځینې وخت لا داسې کسان هم په نښه شوي چې دولتي دندې لري.

هغوی زیاته کړې چې بریدونه دومره زیات شوي چې له کورونو نشي راوتلی، د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي او آن تر روغتون د ناروغانو رسول ورته ناممکن دي.

قومي مشرانو ګواښ کړی که حالت همداسې روان وي او دولت یې غږ وانه وري تیار دي نړیوالې ټولنې ته خپل غږ ورسوي، د یادو وژنو او بریدونو په مخنیوي کې ترې مرسته وغواړي.

Related posts