طالبان : د مۍ میاشت کې نږدې ۱۰۰۰ تنه د کابل حکومت منسوبین راسره یوځای شوي

 

 

عزم (پنجشنبه، ۲۳،غبرګولی،۱۳۹۸)

د طالبانو د دعوت او ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د  سږمیلادي کال د تیرې«مۍ» میاشتې د هغو دولتي کسانو په هکله مالومات خپاره کړي ، چې له دوی سره یوځای شوي دي.

طالبانو ویلي ، په دغه میلادي میاشت کې ورسره د بیلابیلو دولتي ارګانونو څخه شاوخوا ۷۸۵ کسان یوځای شوي دي.

اعلامیه کې راغلي ، یوځای شویو کسانو ورته مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویو زیات شمېرمهمات سپارلي او دوی یې د تود هرکلي ترڅنګ ځانګړې ډالۍ او انعامات هم ورکړي دي.

د یادکمیسیون لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي،

«داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شوو هیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو دغه کمیسیون هره میاشت د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو مالومات  په خپله رسمي ویبپاڼه «الامارة» باندې خپروي او تر څنګ یې وخت پر وخت د اعلامیو له لارې دولت پلوي ځواکونه له وسلوال مخالفت او د بهرنیانو له ملاتړ لاس اخیستو ته وربولي او له هغوی غواړي ، چې یا د امریکایانو پر وړاندې د دوی ملاتړ وکړي او یا دې هم د هغوی د وسلوال حمایت له لیکو راووځي او آرام ژوند دې غوره کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close