دوستم : که طالبانو پر شمال تمرکز زیات کړ، له پولیسو سره یوځای یې مقابلې ته ورځم

عزم (پنجشنبه، ۲۳،غبرګولی،۱۳۹۸)

پخوانی جنګسالار او د اشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وایي ،داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې ګواکې لسګونه زره طالبان پر شمالي ولایتونو د برید کولو تابیا لري، چې په وینا یې په خپله سر له اوسه ورته د مقابلې لپاره تیاری نیسي.

دوستم چې څه موده وړاندې یې د طالبانو پر وړاندې د ۲۰زره کسیزې ملیشې د جوړیدو خبر ورکړی وو ، تازه څرګندونو کې یې ویلي « زما د اطلاعاتو له مخې د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ زره وسلوال  له ۵۰ عرادې موټر بمونو  سره یوځای غواړي شمال «جوزجان»ته رادننه شي ، خو زه به یې هم پر وړاندې د جوزجان د پولیسو له قوماندان سره یوځای مقابله ته ورشم»

دوستم داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په همهاله توګه د نوموړي په پلرني ټاټوبي  جوزجان ولایت کې د هغو داعشیانو یوه نوې څپه یوځل بیا د فعالیتونو د پیل اراده لري،  چې تیرکال د امریکایانو په مرسته د طالبانو له منګولو وژغورل شول .

که څه هم لا جوته نه ده چې طالبان بیا هم د داعش په نامه د دغو ملیشو د ځپلو اراده لري کنه ، خو د پوځي شنونکو په باور ، دوستم غواړي د طالبانو له خوا د ممکنه عملیاتو تر پیل وړاندې د داعش دغې قطعې ته د حکومت او امریکایانو په غوښتنه وار له مخه د خلاصون مټې رابډ وهي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close