جون 17, 2019

عمان سمندر کې دوې تېل وړونکې بېړۍ زیانمنې شوې

عمان سمندر کې دوې تېل وړونکې بېړۍ زیانمنې شوې

نن پنجشنبه په عمان سمندرګي کې پر دوو تېل وړونکو بېړیو باندې چاودنې شوې دي. د چاودنو نوعیت لا هم څرګند نه دی، خو د بېړیو عملې ته زیان نه دی پکې اوښتی.

د امریکا سمندري ځواکونو څو شېبې وروسته اعلان وکړ چې له دې تېل وړونکو بېړیو سره ”چې ویل شوي د برید هدف شوې دي“ د مرستې کولو په حال کې دی.

بل خوا، د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ویلي چې ایراني سمندري ځواکونو د دې دوو بېړیو ۴۴ کسه عمله ژغورلې او جاسک بندر ته یې نقل کړي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، په دې دوو بېړیو کې د عمان په سمندرګي کې اور لګېدلی و.

د یادونې وړ ده، نږدې یوه میاشت وړاندې د متحده عرب اماراتو په الفجیره بندر کې هم څلور تېل وړونکۍ بېړۍ په یوه برید کې زیانمنې شوې وې. سعودي عربستان تور پورې کړی و چې دا برید ایران کړی خو ایران دا تورونه رد کړي دي.

Related posts