جون 17, 2019

امریکایی جنرال: د افغانستان داعش د نظامي فشار له امله پر امریکا د برید وړتیا نه لري

امریکایی جنرال: د افغانستان داعش د نظامي فشار له امله پر امریکا د برید وړتیا نه لري

یوه لوړپوړي امریکايي جنرال ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې شتون د امریکا لپاره ”د زیاتې اندېښنې“ وړ دی، خو د زیات نظامي فشار له امله دا ډله پر امریکا باندې د برید کولو جوګه نه ده.

جنرال فرانک مکینزي، چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشري کوي، پرون د جون په ۱۲مه په جرمني کې خبریالانو ته ویلي چې داعش ډله ”یقینا پر امریکا باندې د برید کولو اراده لري“. خو په خبره یې، ”.. تر څو چې موږ پر دوی باندې فشار ته دوام ورکوو، دوی ته به د دې کار ترسره کول سخت وي“.

مکینزي ویلي دئ فکر نه کوي چې داعش په افغانستان کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړې، خو بیا هم په دې هېواد کې شتون لري.

نوموړي زیاته کړې چې د داعش ډلې پر ضد عملیات د دې ډلې د جنګیالیو د شمېر په راکمولو کې ناکام شوي دي.

جنرال مکینزي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې یوه امریکايي استخباراتي چارواکي ویلي و چې د افغانستان داعش ډله به ”په راتلونکي یوه کال کې دننه“ پر امریکا او اروپا باندې د برید کولو وړتیا پیدا کړي.

دې چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط خبري اژانس ته ویلي چې داعش ډله په کابل کې په وروستیو بریدونو سره ځان پر امریکا او اروپا باندې د برید لپاره تیاروي.

د ده په اند، په افغانستان کې د داعش ډلې ”اصلي هدف له دې هېواده بهر په اروپا او امریکا کې“ بریدونه کول دي، او که پر ضد یې ”جارحانه سټراټيژي خپله نشي، په راتلونکي کال کې دننه به په اروپا او امریکا کې د سترو بریدونو ترسره کولو وړتیا پیدا کړي“.

دې چارواکي همداراز د افغانستان په ختیځ کې سیمې لاندې کول د داعش ډلې ”اول نمبر نظامي هدف“ بللی، چې په دې سره به وروسته د جلال آباد پر شاوخوا راوګرځي.

Related posts