جون 17, 2019

اشرف غني: خوشې شوي طالبان به د سولې سفیران شي

اشرف غني: خوشې شوي طالبان به د سولې سفیران شي

عزم(پنجشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د هغو ناندریو وروسته، چې ښايي خوشې شوي طالب بندیان به بیا د جګړې لیکو ته ستانه شي، ویلي چې خوشې شوي طالب بندیان به د سولې سفیران وي.

د ده په خبره، «د هېواد له بنده ډېری خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او د جګړې ډګرونو ته به نه ستانه کېږي.»

نوموړي نن د افغانستان د علماوو سراسري شورا له غړیو سره په لیدنه کې وویل، چې تراوسه یې ۴۹۰ بندیان خوشې کړي او پاتې بندیان به هم خوشې شي.

د غني په خبره، ټول ۹۰۰ بندیان له زندانونو خوشې کېږي او په تېرو لسو ورځو کې د کابل د څرخي‌پله، هرات، ننګرهار او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم ځینې بندیان ازاد شوي دي.

طالبانو هم د حکومت له لوري د بندیانو د خوشې کولو ګام ستایلی و.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تراوسه ۲۶۱ طالب بندیان ازاد شوي دي.

Related posts