حکومت د خواجه غار ولسوالۍ د بېرته نیولو ادعا کوي

د کابل حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د تخار د خواجه غار ولسوالۍ کنټرول یې بېرته ترلاسه کړی، او طالبان یې پر شا تمبولي دي.

دفاع وزارت په اعلامیه کې د ۱۹ طالبانو د وژلو او ۱۲ نورو ټپي کولو ترڅنګ، د ځینو مهماتو نیولو ادعا هم کړې ده.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزیر، اسدالله خالد، هم نن پنجشنبه د تخار د امنیتي وضعیت څېړلو په موخه دې ولایت ته سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده، طالبانو د سه شنبې په شپه د تخار په څلورو ولسوالیو کې هممهاله عملیات پیل کړل، چې په نتیجه کې یې د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ونیو او په امنیه قومندانۍ کې راټول شوي دولتي ځواکونه یې محاصره کړل. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ويډیوګانو کې طالبان د خواجه غار ښار په منځ کې د جګړې پر مهال لیدل کېدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close