جون 17, 2019

چین په افغان سوله کې د کوربه‌توب ډاډ ورکړی

چین په افغان سوله کې د کوربه‌توب ډاډ ورکړی

عزم(پنجشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په کابل کې د چین سفیر لیو جینګ سانګ ورسره ژمنه کړې، چې د افغان سولې د خبرو کوربه‌توب به وکړي.

د یادې شورا ویاند طارق ارین وايي، نن د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب او په کابل کې د چین سفر لیو جینګ سانګ ترمنځ خبرې شوي او چین د سولې د خبرو د کوربه‌توب ډاډ ورکړی دی.

له دې وړاندې ازبکستان او جرمني هم د سولې د خبرو د کوربه‌توب ډاډ ورکړی و.

تراوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په قطر کې کېږي، خو دوه ځلې په مسکو کې بین الافغاني مذاکرات وشول.

د نړۍ ګڼ هېوادونه لېواله دي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو کوربه‌توب وکړي.

چین په تېرو اتلسو کلونو کې له افغان حکومت سره پراخه مرستې کړي، خو په افغانستان کې د داعش د راپیداکېدو سره سم یې خپلې مرستې کمې کړي دي.

Related posts