اګست 24, 2019

د الفتح عملیاتو نوې څپه

د الفتح عملیاتو نوې څپه

حبیب مجاهد

په داسې حال کې چې امریکایي اشغالګر او د هغوی داخلي ګوډاګیان خپل ټول زور په بې اساسه تبلیغاتو لګوي، امریکایي جنرال سکاټ میلر او د ګډوله رژیم د دفاع وزیر اسدالله خالد درګرده نمایشي سفرونه کوي او بیا همدا پټ او غلچکي سفرونه د خپلو لاسته راوړنو په حیث ابلاغوي. بالمقابل د اسلامي امارت مجاهدینو د بې اساسه ادعاوو او نمایش پر ځای عملي تهاجمونه پیل کړي دي، د هیواد په بیلابیلو برخو کې یې په دښمن د داسې توپاني بریدونه سلسله پیل کړې چې هره ورځ دښمن ته درانه تلفات اړوي، سیمې ترې تصفیه کوي او د ولسوالیو په کچه مراکز یې فتح کوي.

د بیلګې په توګه یوازې په همدې تیرو ۲۴ ساعتونو کې ( د چهارشنبې ورځ د جوزا ۲۲ مه) مجاهدینو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په دښمن لسګونه بریدونه ترسره کړي دي. د دې بریدونو مهم عملیات د تخار ولایت په خواجه غار، بهارک، دشت قلعه او نمک آب ولسوالیو کې ترسره شول. په دې هماهنګو عملیاتو کې له دښمن څخه د خواجه غار مهمه ولسوالۍ ونیول شوه. په نورو سیمو کې د دښمن ۷ پوستې فتحه شوې او لسګونه اربکیان، محلي پولیس او عسکر یې ووژل شول. مجاهدینو ته د تخار په عملیاتو کې لوی مقدار وسلې او مهمات هم د غنیمت په ډول په لاس ورغلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد وایي چې د چهار شنبې ورځې د عملیاتو په لړ کې د ۴ قومندانانو، ۱ نظامي پیلوټ او۳ تنه امریکايي اشغالګرو په ګډون (۱۱۱) تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، د ۱ قومندان او ۱ تن امریکايي عسکر په ګډون ۳۹ تنه نور ټپيان شوي دي.همدا ډول ۵ تنه عسکر ژوندي نیول شوي او د یو قومندان په ګډون ۱۶ تنه نور پخپله مجاهدینو ته تسلیم شوي دي. دغه راز  د دې ۲۴ ساعته عملیاتو په جریان کې د دښمن ۱۹ عرادې هاموې ټانکونه، رینجر او اکمالاتي موټر له منځه وړل شوي، په نښتو کې له دښمن څخه ۴۷ میله سپکه او درنه وسله، خورا ډير مهمات، یو رینجر موټر او یو هاموې ټانک هم نیول شوي دي.

د الفتح عملیاتو دې نوې څپې دښمن دومره وارخطا کړی چې تیره ورځ امریکایي الوتکو د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د اسمعیل قشلاق په سیمه کې د داخلي ګوډاګیانو پوسته بمبار کړې او ۱۵ تنه عسکر یې مړه یا ژوبل کړي دي.

د الفتح عملیاتو نوې څپې د اشرف غني لومړنی مرستیال جنرال دوستم هم تر دې حده وارخطا کړی چې درګرده د شمال د سقوط د خطر زنګونه کړنګوي. دغه بګیل جنرال دومره په بده ورځ دی چې اوس یې له ناکامه خپلو شخصي ساتونکو ته جنګي تربیه شروع کړې تر څو ورباندې د مجاهدینو د روانو بریدونو مخه ډب کړي.  له دې څخه ښکاري چې داخلي ګوډاګیان هغوی چې د اشغالګرو په اوږو سپاره راغلي وو اوس په بشپړ ډول له خپلو بادارانو مایوسه شوي نو ځکه د اوبو اخیستي په شان ځګ ته هم لاس اچوي.

په نظامي ډګر کې د دښمن زبونحالي او د مجاهدینو عالي او راسخ موقف لکه څنګه چې په نظامي ډګر کې د سترو فتوحاتو زیری له ځان سره لري، امید دی چې دغه پرمختګونه او نصرتونه به په سیاسي ډګر او د روان جهاد د ثمر راټولولو په ټوله پروسه باندې هم ښه اغیز له ځان سره ولري او زموږ د مؤمن او جهادپال اولس هغه ارمانونه ترسره شي چې کلونه کلونه یې ورته انتظار ګاللی دی. وماذالک علی الله بعزیز

Related posts