اګست 24, 2019

نړیوال جام: پاکستان له اسټرالیا د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ومنله

نړیوال جام: پاکستان له اسټرالیا د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ومنله

عزم(پنجشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ د نړیوال جام په ۱۷مه لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې پچه پاکستان وګټله، خو اسټرالیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې غلطه ثابته شوه.

په اسټرالیايي توپ وهوونکو کې ډیویډ وارنر ۱۰۷، ایرون فینچ ۸۲، شان مارش ۲۳، ګېلن مېکسوېل ۲۰ او الیکس کېري هم ۲۰ منډې وکړې او د پاکستان پر وړاندې یې هدف ۳۰۸ ته ورساوه.

په پاکستاني توپ اچوونکو کې محمد عامر ۵، شاهین اپریدي ۲، حسن علي ۱، وهاب ریاض ۱ او محمد حفیظ هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان پیل ښه نه و او په لومړي اور کې یې فخر زمان په صفر وسوځېده. د پاکستان په توپ وهوونکو کې امام الحق ۵۳، محمد حفیظ ۴۶، سرفرازاحمد ۴۰، وهاب ریاض ۴۵، حسن علي ۳۲ او بابراعظم ۳۰ منډې جوړې کړې او ټوله لوبډله یې د ۲۶۶ منډو په جوړولو  په ۴۶ اور کې وسوځېده.

په اسټرالیايي توپ اچوونکو کې پیټ کېمنس ۳، میچل سټارک ۲، ریچرډرسن ۲، کورټر نایل ۱ او ایرون فینچ هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

په روان نړیوال جام کې اسټرالیا په څلورو لوبو کې درې ګټلي او یوه یې بایللې ده، خو پاکستان یوه ګټلې، یوه مساوي شوې او دوه لوبې یې بایللي دي.

نن په نړیوال جام کې هندوستان او نیوزیلنډ سره مخ کېږي، چې دواړو لوبډلو تراوسه ماتې خوړلې نه ده.

Related posts