جون 17, 2019

پکتیا کې پر موټرسایکل چلولو بندیز ولګول شو

پکتیا کې پر موټرسایکل چلولو بندیز ولګول شو

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)

د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز ګردیز او اړوند سیمو کې یې پر موټرسایکل ګرځولو مطلق بندیز لګولی دی .
د چارواکو په وینا ، دغه پریکړه د پکتیا د والي شمیم خان کټوازي او نوي امنیې قوماندان په امر شوې چې له مخې یې پولیس حق لري د ښار په هره سیمه کې له خلکو موټرسایکلونه ونیسي او قومانداني ته یې وسپاري .

چارواکي وایي، دغه حکم یې روان امنیتي وضعیت ته په کتو سره کړی ، تر څو د ښار او اړوند سیمو امنیت ډاډمن شي.
ځایي خلک وایي ، وایي د ولایت مقام دغې پریکړې د دوی د ژوند عادي چارې له سختو ننګونو سره مخ کړې او لویه اقتصادي ضربه یې ورکړې ده.
امنیې قوماندانۍ وایي، په تیرو څو ورځو کې سلګونه بیلابیل ډوله موټر سایکلونه له ښار او اړوندو سیمو څخه راټول کړي دي.
خو خلک وایي ، نیول شوي موټرسایکلونه زیاتره پولیس خپلو کورونو ته ترې وړي او نیمه برخه یې هم قومانداني ته نه ده سپارلې.

د دوی په وینا ، اوسمهال یې پولیس او نور امنیتي ځواکونه د موټرسایکلونو پسې کورونه پلټي او چې پیدا یې کړي، یا یې شخصي کورونو ته ترې وړي او یا یې هم ورته ځای پرځای کباړ کوي.
د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې کله ناکله د ځایي ادارې لخوا داسې اقدامات ترسره کیږي ، چې خلک په لوی لاس د حکومت مخافت ته هڅوي.
چې وروستی هغه یې هم د روژې په میاشت کې پر قصابيو او د غوښې د پلور پر دکانونو بندیز لګول وو، چې د روژې تر نیمایي وروسته د پراخو بډو په ورکړې سره د ولایت مقام ورته د بیرته فعالیت اجازه ورکړه..

Related posts