جون 17, 2019

عبدالله :طالبان زمونږ په بې اتفاقي کې پلمې لټوي

عبدالله :طالبان زمونږ په بې اتفاقي کې پلمې لټوي

 

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)

د ګډ حکومت اجرایه رئیس ډاکټرعبدالله یوځل بیا د روانې شخړې اصلي لامل د طالبانو سیاسي لیدلوری وباله چې په وینا یې له یوې واقعي سولې څخه ځانونه په پلمو تیرباسي.
نوموړي چې نن د مور د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې وویل ، ددیموکراتیک پرمختګ برخه کې مو تیرې اتلس کلنې لاس ته راوړنې د قربانۍ په بدل کې لاس ته راوړې چې باید سرسري نظر ورته ونه شي او په احترام ورته قایل شو.

عبدالله زیاته کړه ‎،

«کله چې دوی(طالبان) متفرق غږونه اوري نو دوی هم بهانه پیدا کوی دا چې موږ له چا سره خبرې وکړو»

عبدالله د طالبانو لخوا د بین الافغاني غونډو پرمهال د اشخاصو او افرادو ټاکنه هم د پوښتنې وړ مسئله یاده کړه چې په وینا یې دوی له یوې کوچنۍ مسئلې هم نه تیریږي «کله چې یو لیست جوړیږي بیا دوی ځانته داحق ورکوي چې نظر ورکړی څوک باید لیست کې ووسي او څوک باید لیست کې ونه وسي.»

د یادونې وړ ده چې طالبان د کابل حکومت په رسمیت نه پیژني او د امریکا ګوډاګۍ اداره یې بولي چې له همدې امله په هغو غونډو کې چې د افغان حکومت په استازیتوب څوک شتون ولري ، هم په کې له ګډون څخه نټه کوي

Related posts