اګست 24, 2019

غزني: اربکی قوماندان له وسلو اومهماتو سره یوځای طالبانو ته ورغلی

غزني: اربکی قوماندان له وسلو اومهماتو سره یوځای طالبانو ته ورغلی

 

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)
راپورونه وایي چې د سیمیزو پولیسو یو مهم قوماندان له دولت پلوه ملیشو را جلا او د طالبانو لیکو ته ورغلی دی .
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له آدرسه خپره شوې راغلي ، «د نواب خان په نامه دغه قوماندان دحقائقو په درک کولو سره له خپلې دندې لاس په سر اوله یورینجر، یوې پیکا، یو کلاشینکوف، یو نارنجک او ډیرو مهماتوسره مجاهدینو ته راغلی دی»

مجاهد ویلي یاد قوماندان ته یې تود هرکلی ویلی او سیمیزو مسؤلینو یې ورته د آرام ژوند ډاد ورکړی دی .

په ورته وخت کې په هرات ولایت کې هم د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ تنه اربکیان له دندو لاس په سر او له طالبانو سره یوځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون یوځل بیا پر ټولو دولت پلوه ځواکونو او سیمیزو ملیشو ژغ کړی چې د امریکایانو له نیابتي جګړې لاس په سر او خپلې وسلې دې پر ځمکه کیږدي.

Related posts