جون 17, 2019

طالب استازي چین او ناروې ته بلل شوي، خو ناروې ته له تګ یې نټه کړې

طالب استازي چین او ناروې ته بلل شوي، خو ناروې ته له تګ یې نټه کړې

 

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)
د طالبانو د مرستیال مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د دغې ډلې د سیاسي دفتر استازي چین او ناروې هیوادونو ته وربلل شوي دي.
خبر زیاتوي، چین غواړي له امریکا او روسیې سره تر درۍ اړخیزه ناستې وړاندې لومړی له طالب مشرانو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې وکړي.
دغه غونډه به د طالبانو او امریکایي مرکچیانو د اووم پړاو تر ناستې وروسته په بیجینګ ښار کې ترسره شي .

د یو بل خبر له مخې د ناروې هیواد چارواکو هم طالب استازيي وربللي ، خو هغوی دغه هیواد ته له ورتګ څخه نټه کړې ده.
کابل نیوز ته یې سرچینو ویلي، د ناروې په غونډه کې د حکومتي پلاوي د دوو غړو امرالله صالح او سلام رحیمي د ګډون له امله طالبانو دغه هیواد ته له ورتلو څخه انکار کړی دی.
طالبان داسې مهال دغو دواړو هیوادونو ته وربلل کیږي ، چې د سیمې او نړۍ هیوادونه یو په بل پسې له طالب استازو سره لیدنې کتنې کوي، اړیکې ورسره پراخوي او د دغو ملاقاتونو لړۍ اوس رسمي بڼه خپله کړې ده.

Related posts