جون 17, 2019

د ناټو ویاند: ټول افغانان د امریکا د پوځي حضور مخالف دي

د ناټو ویاند: ټول افغانان د امریکا د پوځي حضور مخالف دي

 

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)

په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند ډیویډبټلر له رسنیو په خبرو کې اعتراف کړی چې افغانان یې د پوځي حضور مخالفت کوي.
بټلر ویلي ، تر دې وړاندې چې مونږ په بشپړ ډول له افغانستان نه ووځو ، باید دلته یوې تلپاتې سولې ته لار هواره کړو.
د ناټو ویاند وایي، سیاسي حل ته تر رسیدو وړاندې باید خپلې مرستې له افغان قواوو څخه ونه سپموو.

ناټو داسې مهال د خپل پوځي حضور په هکله د افغانانو د مخالفت خبره کوي ، چې په همهاله توګه یې د ګډ حکومت چارواکي په دائمي پوځي حضور ټینګار کوي او د بهرنیو پوځونو شتون د افغانستان د اقتصاد لپاره اغیزمن بولي.

باید وویل شي ، چې راتلونکو څو ورځو کې طالب او امریکایي استازي د اووم پړاو مذاکرات پیلوي چې تمه شته دواړه لوري یوې مثبتې نهایي نتیجې ته لار پیدا کړي.

Related posts