اګست 24, 2019

ټرمپ: ایران له زیاتو ستونزو سره مخ دی

ټرمپ: ایران له زیاتو ستونزو سره مخ دی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، پرون سه شنبه، خبریالانو ته ویلي چې ایران له زیاتو ستونزو سره مخ دی، او نوموړی د دې ستونزو په حل کې مرستې کولو ته چمتو دی.

ټرمپ د ایران په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ”هیله لرم چې له ایران سره هر څه سم شي. ایران د بندیزونو او نورو شیانو له امله اوس تر هغه ډېر بدل دی چې زما تر راتګ مخکې و.. کله چې زه راغلم، هغوی په هر ځای کې د ترهې او ستونزو پر رامنځته کولو بوخت وو. اوس نور دا کارونه نه کوي. فکر کوم د بل هر وخت په پرتله اوس امریکا ته زیات احترام لري“.

د ټرمپ په خبره، ”.. نور په ایران کې څوک ډوډۍ نشي اخیستلای، ایران له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی دی.. زه مایل یم چې د دې ستونزو په حل کې له دوی سره کومک وکړم“.

Related posts