هرات: قومندان عین الدین له شل تنو اربکیانو سره طالبانو ته ورغلی

 

عزم(چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی ۱۳۹۸) طالبانو ویلي دي چې د هرات په فارسي ولسوالۍ کې د عین الدین په نوم ېو تن اربکی قومندان له خپلو شلو نورو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی دی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ دغه خبر نشر کړی او زیاته کړې یې ده چې یادو کسانو له ځان سره شل میله وسلې او یو موټر هم وروړي دي.

طالبان د جلب او جذب په نوم یو کمیسیون لري چې دولتي کسان خپلو لیکو ته جلبوي او تازه یې څو ورځې وړاندې هم د دغې څانګې اړوند مسئولینو شمیرې او ایمیلونه هم په رسنیو کې نشر کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: