جون 17, 2019

د افغانستان کرېکټ بورډ ځینو لوبغاړو ته کورونه ورکړل

د افغانستان کرېکټ بورډ ځینو لوبغاړو ته کورونه ورکړل

عزم(چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ د ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو ته کورونه ورکړل.

د کرېکټ بورډ له له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغو لوبغاړو ته د دوه کوټو لرونکو اپارتمانونو کيلۍ ورکړل شوې چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د وخت د ولسمشر له لوري د يوه فرمان له مخې منظور شوي وو.

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د املاکو او اسکانو رئیس قیوم شمس وايي، د هغه ۲ اتاقه اپارتمانونو د جوړولو چارې بشپړې شوې، چې ولسمشر يې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت ته فرمان ورکړی و او نن دوی لوبغاړو ته کيلۍ ورکوي او کورونه ورته سپاري.

باید وویل شي چې د ۲۰۱۵ نړيوال جام او د ۲۰۱۴ نولس کلنو نړيوال جام ته د لوبډلو د لارموندنې په خوشحالۍ کې په ۱۳۹۲ کال کې د يو فرمان له لارې ولسمشر ملي لوبغاړو ته د غازي مير بچه خان مډال او د کورونو د ورکړې سپارښتنه کړې وه، چې مډالونه هغه مهال د ولسمشر له خوا لوبغاړو ته ورکړل شوي ول، خو د کورونو ساختماني چارې د ښار جوړونې وزارت له خوا پيل شوې وې چې اوس يې کارونه بشپړ شول او ۲۷ لوبغاړو ته دوه اتاقه اپارتمانونه وسپارل شول.

د یادولو ده وړ ده چې په دغه ناسته کې د ټولو ۲۷ لوبغاړو له منځه نن ۱۷ لوبغاړو ته د کورونو کیلۍ وسپارل شوې چې پاتې لس کسان به د نړیوال جام له راستنېدو وروسته د دغو اپارتمانونو کیلۍ ترلاسه کړي.

د کرېکټ پر لوبغاړو یوه نیوکه دا هم کېږي، چې د ځینو لوبغاړو کورونه بهر دي او وخت ناوخت د کرېکټ بورډ له قوانینو سرغړونه کوي.

Related posts