جون 17, 2019

وقاد: حکومت نه غواړي چې د سولې مذاکراتي پلاوي لپاره غړي وټاکي

وقاد: حکومت نه غواړي چې د سولې مذاکراتي پلاوي لپاره غړي وټاکي

عزم(چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې شورا غړي وايي، حکومت په لوی لاس د سولې هڅې ګډې وډې کوي او د سولې مذاکراتي پلاوي لپاره غړي نه ټاکي.

د دې شورا غړي محمد امین وقاد له حکومت وغوښتل، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره باید پلاوی وټاکي.

دې وايي، په حکومت کې لا هم د سولې په اړه اختلافات پر خپل ځای پاتې دي او د همدې اختلافاتو له امله یې تراوسه پلاوی هم نه دی ټاکلی.

د وقاد په خبره، ډېر ژر به په قطر او یا هم جرمني کې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر پیل شي او حکومت باید دې ناستې ته یو وړ پلاوی وټاکي.

د سولې شورا غړي داسې مهال پر حکومت نیوکه کوي، چې زلمي خلیلزاد پرون په بلخ کې له یو شمېر سیاسیونو سره ولیدل.

افغان حکومت هغه ناسته هم ګډه وډه کړه، چې نږدې یوه نیمه میاشت مخکې په قطر کې ترسره کېده.

ډېری شنونکي په دې اند دي، چې افغان حکومت د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو کې منزوي شوی او د دې همدې منزوي کېدو په خاطر د سولې شته هیلې هم له خنډ سره مخ کوي.

Related posts