جون 17, 2019

لوګر_میدان وردګ : بیلابیلو بریدونو کې لسګونه عسکر وژل شوي

لوګر_میدان وردګ : بیلابیلو بریدونو کې لسګونه عسکر وژل شوي

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)

راپورونه وایي، چې د طالبانو بریدونو کې د میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

خبر زیاتوي ، تیره شپه د لوګرمرکز اړوند دمیرابدال غره د سر ؛ دکابل ګردیز په عمومي لاره دتیري کنډو پوستې او برکي برک ولسوالۍ کې د دوشیخ پوسته د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
سیمیزې امنیتي سرچینې وایي، په دغو همغږو بریدونو کې شاوخوا ۲۰ تنو عسکرو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي .
که څه هم د لوګر ځایي چارواکي په دې تړاو له څه ویلو ډډه کوي ، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د یاد شمیر عسکرو د وژل کیدو تر څنګ یې خورا زیاته وسله او مهمات نیولي دي .
بل پلو له میدان وردګو ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي ، چې طالبانو  تیرماښام دمیدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ سالارو اوملي خیلو سیمو کې د ملي اردو پر پوځي کاروان بریدونه کړي دي.
طالبانو ادعا کړې چې د دې بریدونو پر مهال یې  ۶ اکمالاتي موټر ویجاړ، دخاصې قطعې د قومندان(محمدیوسف) په شمول یې ۸عسکر وژلي، ۴ نور ژوبل دي.

په همدې ولسوالۍ کې طالبانو د نعمت الله نظري په نامه د یوه پیلوټ د وژل کیدو خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې نوموړي په ملکي هیوادوالو باندې وحشیانه بمبارۍ ترسره کړې وې او د دوی تر جدي تعقیب لاندې وو.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د میدان وردګو ولایت د  بهسودو حصه دو ولسوالۍ کې طالبانو یوه پوسته نیولې او ۵ تنه پولیس یې وژلي دي.

دولتی ویاندویانو تر اوسه د دې خبرونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی

Related posts