اګست 24, 2019

کندز: د بهرنیو ځواکونو بمبار کې ۱۲ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندز: د بهرنیو ځواکونو بمبار کې ۱۲ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی ۱۳۹۸): د کندز ولایت امام صیب ولسوالۍ اړوند د اسماعیل قشلاق سیمه کې بهرنیو ځواکونو د پولیسو پر پوسته بمبار کړی دی چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د امام صیب ولسوال محبوب الله سعیدی رسنیو سره په خبرو کې منلې چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو د ملي اردو د سرتیرو یوه پوسته د امام صیب اړوند اسماعیل قشلاق سیمه کې بمبار کړې ده، خو د تلفاتو په اړه یې څه ندي ویلي.

یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي دي چې د یاد بمبار په ترڅ کې ۸ تنه پولیس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

بل خوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل تویټر اکاونټ لیکلي چې عسکرو غوښتل د دوی په سنګرونو چاپه و وهي خو د بهرنیو ځواکونو الوتکو د طالبانو د سنګرونو پرځای پر دولتي عسکرو بمبار وکړ چې ۱۵ تنو عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې له دغې پیښې وروسته عسکرو سیمه پریښودله او همداسې لاړل.

Related posts