دښکلامير

 

ديوچادزړه تصويريم
ديوچا د درد اکسيريم
ديوچادژوند اسره يم
ديوچا دژوندون ويريم
••••
ديوچا دزړه ټکور يم
ديوچا دژوند پيغوريم
ديوچادهيلو کوريم
ديوچا دزړګي شور يم
ديوچا تانده جذبه يم
ديو چامړاوي غروريم
ديوچامعصوم احساس يم
ديوچاسپيڅلی پيريم
••••
ديوچا شهيد ارمان يم
ديوچاشهيد جانان يم
ديوچاشهيدورور کی يم
ديوچاشهيدپلارجان يم
ديوچا ورانه ماڼی يم
ديوچامخمور وجدان يم
ديوچادروح کالبوت يم
ديوچا دښکلا ميريم
••••
ديوچايم پور وړی
په يوچاباندي سرلوړی
ديوچاسره سيالي کړم
ديوچانه مي ورخ وړی
ديوچا دژوندقاتل يم
ديوچاوينو ته مړی
ديوچامخلص مريديم
ديوچاپه دام کي ګيريم
••••
ديوچادژوندون رازيم
ديوچا دزړه اواز يم
ديوچاديدن ته تږی
ديوچاداوربل باز يم
ديوچاپه دعا پايم
ديوچاپت اواعزازيم
ديوچادقدم خاوره
ديوچادژوندمسيريم
••••
ديوچاسره په جنګ يم
ديوچا د درملنګ يم
ديوچا په وينو رنګ يم
ديوچاسره په څنګ يم
ديوچامسته نغمه يم
ديوچا دعشق اهنګ يم
ديوچاپه خوښی خوښ يم
ديوچاپه غم زهير يم
••••
ديوچا نه مرور يم
ديوچا دسر خطريم
ديوچا خوږ برادر يم
ديوچاعظيم رهبريم
ديوچادقدم خاوره
ديوچانه مهاجريم
ديوچا زاهدزاده يم
ديوچاهڅاندضميريم
••••
زاهدزاده (مهاجر)
۱۳۹۸/۳/۲۱
فراه رود تودنک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: