جون 17, 2019

مسیر: د بندیانو خلاصون د سولې په برخه کې شته خنډونه له منځه وړي

مسیر: د بندیانو خلاصون د سولې په برخه کې شته خنډونه له منځه وړي

عزم(چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې«مسیر» په خپله نننۍ سرلیکنه کې« د بندیانو خلاصون او د واټن د کمولو لومړني ګامونه» تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، حکومت د طالبانو سلګونه بندیان ازاد کړل، چې د حکومت د دې کړنې طالبانو هم هرکلی وکړ.

«له هغې وروسته چې حکومت سلګونه طالب بندیان خوشي کړل، طالبانو د دغه کار هرکلی کړی دی.  د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دې لړۍ د دوام غوښتنه شوې او زیاته کړې یې ده چې دوی د حکومت له نیول شوو بندیانو سره تل ښه چلند کوي. ولسمشر غني د کوچني اختر په لومړۍ ورځې ویلي وو، چې ۸۸۷ بندیان به خوشي کوي، چې تر اوسه یې یوه برخه خوشې شوي دي. طالبان وايي چې په دغو خوشي شوو کسانو کې ۲۶۱ یې طالبان او نور یې عام وګړي دي،  چې حکومت او امریکايي ځواکونو په بېلابېلو ځایونو کې د چاپو پر وخت، یا له لویو لارو او یا هم د ناسمو معلوماتو پر اساس نیولي او دا کسان په جګړو کې ښکېل نه وو.»

ورځپاڼې لیکلي، طالبانو له دې وړاندې په ګڼو ولایتونو کې نیول شوي عسکر خوشې کړي وو او آن د لارې کرایه یې هم ورکړې وه، چې خلکو یې پراخ هرکلی وکړ.

«د حکومت دا کار یوازې د څو هغو کسانو له مخالفت سره مخ شوی، چې د سولې خلاف دي. له دې پرته ټولو خلکو د دغه کار ستاینه کړې ده. د ملي یووالي حکومت کم داسې کارونه کړي دي چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي وي. په هغو کمو کې یو هم د دغو بندیانو ازادول دي. تر دې وړاندې طالبانو هم په فاریاب او نورو سیمو کې نیول شوي امنیتي ځواکونه خوشي کړي وو او آن د لارې کرایه یې هم ورکړې وه چې د طالبانو د هغه کار هم پراخ هرکلی شوی و.»

مسیر لیکي، د سولې لپاره داسې چارې واټنونه کموي او دواړه لوري اړ کېږي، چې ورته اقدامات وکړي او شته خنډونه له منځه یوسي.

«دا کار له دې اړخه هم مهم دی چې د دواړو لورو ترمنځ فاصلي کموي او هر لوری چې دا کار کوي، خپل نیک نیت څرګندوي او مقابل لوری هم ورسره اړ کېږي، چې یو مثبت ګام واخلي. تر اوسه پورې دواړو لورو پر فشار او جګړه ټینګار کاوه. حکومت د خپلو امریکايي ملاتړو پر مټ پر طالبانو نظامي فشار زیات کړی او فکر کوي چې په دې ډول طالبان کمزوري او د خپلو غوښتنو منلو ته اړ اېستلی شي. طالبانو هم نظامي بریدونه کړي او هم یې بیا بیا هڅه کړې چې حکومت څنډې ته کړي او هېڅ ډول معامله او خبرې ورسره ونه کړي. آن خپل سیال او مخاطب یې ونه ګڼي. خو اوس چې د دغو کړنو خلاف د حکومت له خوا د بندیانو د خوشي کولو پرېکړې ته طالبانو هم مثبت غبرګون ښودلی دی.»

ورځپاڼه لیکي، کېدای شي د حکومت په دې کار سره له طالبانو سره شته بندیان هم خوشې کړي او دغه ډول کړنې د جګړې څپې کمزورې کوي او د وژنو مخه نیسي.

«دا که لومړی نه وي، خو کم ساری ګام دی چې طالبان د حکومت د یوه کار هرکلی او د دوام غوښتنه کوي. د حکومت له دې ګام وروسته به طالبان هم اړ شي، چې له خپله اړخه په ځینو مسایلو کې نرمي وښيي. ښايي طالبان نور بندیان هم خوشي کړي او یا هم بل داسې کار وکړي، چې مثبت ګام ګڼل کېدای شي. پکار ده چې دواړه لوري په همدې ډول مثبتو ګامونو ته دوام ورکړي. په دې سره به د دواړو اړخونو ترمنځ واټن کم شي، دا چاره به ورو ورو د وژنو او جګړې څپې را کمې کړي، د باور فضا به پیدا کړي او وروسته به د یوې سترې او بنسټیزې سولې لپاره زمینه برابره کړي.»

Related posts