جون 17, 2019

سپينه ماڼۍ رسنیو ته د طالبانو د پرمختګونو د خپریدو اجازه نه ورکوي

سپينه ماڼۍ رسنیو ته د طالبانو د پرمختګونو د خپریدو اجازه نه ورکوي

 

عزم (چهارشنبه، ۲۲،غبرګولی،۱۳۹۸)
د سپینې ماڼۍ چارواکو پریکړه کړې چې تر دې وروسته به رسنیو او بې پرې بنسټونو ته د افغان جګړې په تړاو هغه مالومات نه ورکوي، کوم چې د دوی د مقابل لوري«طالبانو» برلاسی ثابتوي.

د امریکا غږ د راپور له مخې ، د پریکنده ماموریت ځواکونو د سږ کال په  شروع کې پریکړه کړې  چې د افغان جګړې په تړاو به عام امریکايي ولس ته د هغو معلوماتو د رسیدو مخه نیسي چې د دوی د امریکایي پوځیانو او د هغوی د متحدینو د کمزوري یا شاتګ په مانا وي .

امریکایي استخباراتي ادارې بیا د معلوماتو نه ورکول د هغوی محرمیت بولي، چې په وینا یې دوی باید لومړی له خپلو لوړ رتبه چارواکو سره دا خبر شریک کړي، وروسته که هغوی د رسنیو په واک کې نه ورکول ،د دوی مسؤلیت نه دی.

بلخوا بیا د امریکایي سرپلټونکې ادارې «سیګار» مشر بیا د امریکایي چارواکو پر دې اقدام نیوکه کړې او دا کار  یې د بیان له آزادي سره په ټکر کې بلل دی.

د کانگرس د پوځي کمیټې یوه غړي اېډم سمیټ د ټرمپ د ادارې دا پالیسي د چارو د انحصار په مانا بولي او زیاتوي چې،  د سپينې ماڼۍ دریځ دا دی ، که حقایق د دوی له خوښې سره سمون ونه خوري  نو بدل دې کړل شي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د امریکا د بیا روغونې د څار امریکايي ادارې سیګار تېرکال د نومبر په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، د افغانستان حکومت ۵۶ سلنه ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې لري چې په وینا یې په ۲۰۱۸ م کې دا کچه ۵۴ سلنې ته را ښکته شوه.

سیګار ویلي ، امریکایي ولس په بشپړ ډول د افغانستان له ځمکنیو واقعیتونو ناخبره ساتل شوی او په پټو سترګو ترې مالیې اخیستل کیږي.
د سیګار په خبره ، افغانان او ښکیل لوري په دې هکله چې کومې سیمې له چا سره دي ، ښه خبر دي ؛ خو دا چې رسنۍ یې په هکله حقایق نه خپروي ، ځینې یې تر فشار لاندې او ځینې نورې یې استقلال نه لري چې له امله یې د پیښو واقعي انځور نه شي خپرولی.

Related posts